ایکناد رهبرۍ د ویب پاڼې له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن سهار د شهیدانو د سلګونو میّندو،پلارانو، ماندینو او بچیانو په ټول کې شهیدان د ایران دتاریخ برلاسه اتلان وبلل اود هنر او رسانۍ مسئولان له مختلفو قرآني ، جهادي ،انساني، اجتماعي اړخونو څخه د شهیدانود کورنیو د لوړ ځائيګي په بیانولو سرهد شهیدانو د یاد په هنري انداز سره په ژوندي ساتلو او د ځوان نسل لپاره په بیلګه جوړونې کې لازیاتو هڅو ته وبلل.
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د قرآني ارزښت او اهمیّت له پلوه د شهیدانو پلاران،میّندې او ماندینې د نورو مومنانو په نسبت لازیات فضیلت لرونکي او داسې صابر مصداقونه وبلل چې خداوندمتعال ورباندې رحمت اوصلوات استوي.
داسلامی انقلاب ستر لارښود له خپلو بچیانوڅخه د ميّندو اوپلارانو سرښیندنې او مینه او له خپلو خاوندانو سره په عاشقانه انداز او ډيرې زیاتې مینې سره د شهیدانو د ماندینوقرباني د خداي په لاره کې انفاق او د نیکیئو اوج وبالۀ او وې فرمائيل؛د شهیدانو کورنئ له نفس سره د جهاد یو روښانه مثالونه دي ،ځکه چې له خپلو خاوندانو او بچیانو سره پر خپلې ګروهنې او مینې باندې په غلبې او مبارزې سره ئې دوي د جهاد میدان ته ولیږدول.
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي هغه ټول کسان چې یو ډول ئې د مقدسې دفاع له مبارزانو ملاتړ او پشتیباني کوله، د شهیدانو د مجاهدتونو شریک وبلل او وې وئيل، په دې مینځو میان کې هغه کسان چې د خپلو محبوبو خاوندانو او د زړه له میوؤ سره ئې په فی سبیل الله جهاد کې ملګرتیا او مرسته کړې ،په مقدسې دفاع حماسي بریالیتوب کې ئې څرګند رول درلودلی چې له بده مرغه د شهیدانو د میّندو ،پلارانو او ماندینو دغه لوي جهاد تر اوسه پورې په غفلت کې ساتل شوی دی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز د خپلو خوږو عزیزانو په نه شتون کې د شه یدانو د کورنیو درد او کړآؤ نه ختمیدونکی ،البته د عزت او عظمت تومنه وبلله او زیاته ئې کړه، له دغې اړخه هم پرودګار عالم ددغو صابرو او شکر کونکو انسانانو ته لوړې درجې په ورپه برخه کوي.
دوي همداراز د شهیدانو میّندې او پلاران او ماندینې بې مخینې خزانه وبلله او د مقدسې دفاع، امنیت د حرم ددفاع او د تیر کال د پیښو په څیر له ناخوالیو سره دمقابلې د شهیدانو یاد او خاطر بې مخینې خزانه وبلله او زیاته ئې کړه، ددغو اتلانو چلند دټولنې په تیره بیا د ځوانانو او زلمیانو لپاره د دوي د ژوند دبدلون او د ژوند د سټایل او اخلاقي ځانګړنو بیلګه جوړونکی دی چې په دغې بیلګې جوړونې کې د شهیدانو د کورنیو دخاطراتو خپریدا به مهم رول ولري.
حضرت آیت الله العظمی سید علی خا منه اي د خپلې وینا په پای کې درسانۍ اصحاب ، ددرستو څانګو هنرمندان، د شهیدانو د خاطراتو،یاد او هنرمندانه دویدا ته وبلل او وې وئيل، البته په وروستیو کلونو کې دکتاب،فلم او ځینو نورو هنری محصولاتو د خپریدا په زمینې کې ښه کارونه ترسره شوي دي خو دهغو لويو کارونو په نسبت چې باید وشي کم دي .